يوسلو شل مليونه ډالره ليلاميږي
کابل باختردلندي دمياشتې ٢٩ :
مرکزي بانک يوسلوشل مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري
ددغه بانک په ليک کې چې باختراژانس ته ليږل شوې ده ويل شوي دي دافغانستان بانک دروان کال دمرغومي دمياشتې په دويمه او پنځمه دشنبې اوسه شنبې دورځو په داوطلبيو کې يوسلوشل مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري
په شرايطوبرابر هغوصرافانو اوتجارتي بانکونوته چې پخوايې لس زره ډالره دتضمين په ډول دافغانستان بانک دبازار دعملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړي دي بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي له ټولو برخه والو څخه غوښتنه کېږي چې دداوطلبي فورمې دليلام دورځو دسهار په اته نيمو بجو دبازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي او په نهو بجو دې بيرته وسپاري . هغه صرافان چې تراوسه پوري يې لس زره ډالره تضمين په ليلامونو کې دګډون په مقصد نه دى تحويل کړي کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسي تحويلي او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .