کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٩نيټه :
د ٢٠٩ شاهين قول اردو چارواکي دوسله والو طالبانو دډلې دڅلورو تنو مهمو غړو په ګډون د ١٠٢ تنو وسله والو طالبانو دوژلو خبر ورکړ .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې نن سهار خپره شوې ده ويل شوي دي ؛ چې دفارياب ولايت دبلچراغ ولسوالۍ له سقوط وروسته دګريزيوان او دبلچراغ دولسواليو ترمنځ دحمام چشمه په ساحه کې د وسله والو ط البانو په سنګرونو هوايي بريدونه وشول چې په نتيجه کې ١٠٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول چې په شمال کې دوسله والو طالبانو پوځي مسوول مولوي مطيع الله ، په عمر مشهور مولوي عبدالباقي ، قوماندان شيرزاد او په بلال مشهور مولوي جابر چې دوسله والو طالبانو مهم غړي هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي دي چې ددښمن شپږهاموي ټانکونه ، څلور موټر سايکلونه او درې سراچه موټرونه په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.
دغه راز ويل شوي دي چې دوسله والو طالبانو په کاروان هغه وخت هوايي بريد وشو چې دبلچراغ له ولسوالۍ څخه دګريزيوان ولسوالۍ په لور روان وو.
1 1 دقیقه لوستل