امنیت

يوسلو اووه نوي تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل / باختر د لړم  د مياشتې  ٣  :
د هېواد په بيلابيلو سيموکې دملي اردو د ځواکونو  د چاڼيزو عملياتو په بهير کې  د وسله والو  طالبانو دډلې ديوه قوماندان په ګډون ١٩٧تنه تروريستان ووژل شول.
د ملي دفاع  وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: د عمر په نامه د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه قوماندان په ګډون ١٩٧ تنه وسله وال طالبان چې په تروريستي فعاليتونوکې يې فعال رول درلود؛ دملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې وژل شوي او ځينې دغه عمليات د ننګرهار ولايت د اچين، دکابل ولايت دسروبي، دغزني ولايت دګيرو او اندړو، د هرات ولايت د انجيل اوشينډنډ، د فراه ولايت دبکوا او پشت رود، دبادغيس ولايت   دبالا مرغاب، دفارياب ولايت دقيصار، دبدخشان ولايت د وردوج، دهلمند ولايت د سنګين، کجګي، خانشين، موسى قلعه او د نادعلي د ولسواليو او د کندز او هلمند د ولايتونو د مرکزونو په مربوطاتوکې ترسره شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغو عملياتوکې ٧٠تنه تروريستان ټپيان شوي دي او١٦ تنه نور وسله وال طالبان نيول شوي دي.
دغه راز په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسله او د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي او د وسايطو ضد په لسګونو ماينونه کشف او شنډکړى شوي دي .
ديوبل خبرله مخې: 
د ملي دفاع وزارت مقامات وايي چې د ملي اردو ١٩ تنه سرتيري د هېواد په بيلابيلو سيموکې د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې د ماينونو د چاودنې او د دښمن د درندو وسلو د ډزو له امله شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته