کابل باختر دثور اته ويشتمه :
دلوى څارنوالۍ دادارې ويانددقندهار ولايت له جيل څخه د ١٨٥ تنو بنديانو دازادۍ خبر ورکړ .
دلوى څارنوالۍ دادارې وياند بصير عزيزي چې په دې باب يې دباختراژانس له خبريال سره خبرې کولې وويل چې دغه بنديان د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دهغه فرمان له مخې چې په هيواد داسلامي انقلاب دبرياليتوب ددوه ويشتمې کاليزې په مناسبت صادر شوى و له جيل څخه ازاد کړى شوي دي .
دده دڅرګندونو له مخې په ټول هيواد کې دلوى څارنوالۍ او دهغې دهمکارو ادارو له خوا دبنديانو ددوسيو دڅيړنې بهير روان دى .
2 د یوې دقیقې څخه لږ