يوسرتېرى په بغلان کې شهيد شو

– پلخمري /باختر/ دچنګاښ مه :
دپوليسو يو سرتېرى  نن سهار په بغلان کې په يوې امنيتي پوستې دطالبانو دبريد په پايله کې شهيد شو،
په بغلان کې د ٠١٢ قطعې قوماندان لومړي څارن محمد نذير ددغې خبرپه تاييدولو سره وويل ؛ چې وسله والو طالبانو ددغې پوستې  له لوړو څوکو څخه لاسي بم  وغورځاوه او وروسته يې ډزې وکړې چې په پايله کې يې ددغې قطعې يو سرتېرى چې دسرخ کوتل او دشمرق دغاښې په ساحه کې يې دتاريخي ځايونو دساتنې مسووليت درلود شهيد او دوه نور سرتېرې ټپيان شول .
دبغلان دعامې روغتيا رياست دخبري برخې مسوول عبدالله قلندري له ټپيانو څخه ديوه حالت خراب بللى دى.
پاى  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته