کابل باختر دغويي دمياشتې ١٠ نيټه :
يو ديرش تنه ډاراچوونکي پرون په غزني ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال نظام الدين خنجر باخترآژانس ته وويل ؛ چې دغه ډاراچوونکي د غزني ولايت د خواجه عمري ، اندړو او د قره باغ د ولسواليو په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په هوايي اوځمکنيو بريدونو کې ووژل شول.
ده زياته کړه، په دې عملياتو کې ٢٢ تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول او يو ډار اچوونکى ونيول شو او د دښمن دوه فولډر موټرونه هم ويجاړکړاى شول.
پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ