امنیت

يوتن له نشه يي توکوسره ونيول شو .

کابل باختر د وري  اته ويشتمه :
يوتن له يوې زياتې اندازې نشه يي توکوسره په ننګرهار ولايت کې ونيول شو.
د رارسيدلو خبرونوله مخې ، نيول شوي سړي  غوښتل چې پنځه دېرش کيلوګرامه نشه يي توکي د مارکو بازار ته ولېږدوي خو د ښار په مرکز کې ونيول شو.
د ننګرهار د والي وياند  عطاءالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې، له دغه سړي  څخه پنځه دېرش کيلوګرامه ډول، ډول نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
دغه سړي  نشه يي توکي  له کابل څخه بار کړي و  او غوښتل يې  چې هغه دمارکو بازار ته ولېږدوي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته