کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
دسمنګانو ولايت پوليسو يو تن دخپلې ميرمنې د وژنې په تور ونيوه.
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دمبارزې مسوول سمونوال
مسجدي دباخترآژانس خبريال ته وويل : په دغه سړي تورلګول شوى دى چې پرون
يي په حضرت سلطان ولسوالۍ کې خپله ديرش کلنه ميرمن دکورني تاوتريخوالي له امله وژلې ده .
په همدې حال کې دسمنګانو ولايت دښځو دچارو د رياست مسوولين د دغې ميرمنې وژل کيدل غندلي دي او له عدلي اوقضايي ارګانونو څخه يې غوښتنه کړې ده چې ددغې ميرمني قاتل ته سخته سزا ورکړي .
11 د یوې دقیقې څخه لږ