کابل/دليندې ٥مه / باختر :
يوتن په بدخشان ولايت کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو .
عبدالجبار په کشم ولسوالۍ کې په خپل کور کې هغه وخت ونيول شو چې غوښتل يې ١٥ کيلوګرامه هيروئين قاچاق کړي .
دبدخشان دامنيې قوماندانۍ وياند ثنا الله روحاني باختراژانس ته وويل چې دعبدالجبار له کور څخه ١٥ کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي .
نيول شوى سړى په لومړنيو تحقيقاتو کې په بدخشان کې دنشه يي توکو دپلورنې او قاچاقو په څو پېښو اعتراف کړى دى . ختم_ ج_اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ