يوتن دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول شو

کابلباختر دسنبلي٢٤
دننګرهار ولايت د ملي امنيت د رياست موظفينو يو تن دتروريستي فعاليتونو په تور ونيوه  .
دملي امنيت د لوي رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
نيول شوي سړي په خپل جرم اعتراف کړى دى او ويلي يې دي چې د احمد په نا مه د وسله والوطالبانو د ډلې ديوقوماندان له خوا ددغې ډلې په ليکو کې جذب شوي اودپاکستان په  تيراکې د پوځي تعليماتو له زده کړې وروسته د تروريستي او ورانکارو فعاليتو نو د ترسره کولو په مقصد دننګرهار ولايت ته استول شوي او په يولړ تروريستي او ورانکارو فعاليتونو کې يې کارنده  ونډه اخيستې ده  .
په يو بل اقدام کې د ملي امنيت د لوى  رياست موظفينو دننګرهار ولايت دغني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو تن د نشه يي توکو يوقاچاق وړونکي له  اته ويشتو کيلو ګرامو اپينوسره چې په  مهارت سره دکندز ولايت په لمبر  پليټ لرونکي کرولا ډوله موټر کې ځاىپرځاى شوي وو، نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته