کابل / د وري١٦مه / باختر
د تورخم يو امنيتي منسوب د يو هېوادوال د وهلو او ډبولو په تور ونيول شو.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين نن په خپل فيسبوک پاڼه کې نيول شوى امنيتي منسوب د ذاکر په نامه بللى دى او ويلي يې دي چې نيول شوى تر څارنې او تحقيق لاندې دى.
دغه امنيتي منسوب له هغه وروسته ونيول شوچې يوه تصويري ويډيو په ټولنيزو شبکو کې خپره شوه او ښيي چې د پوليسو يو سرتېرى په تورخم کې يو تن وهې او ډبوي.
آرين ويلي دي دغه شان چلند د منلو وړ نه دى . څه موده وړاندې هم د تورخم د يو سرحدي پوليسو له لورې د يوې ښځې د وهلو اوډبولو ويډيو په ټولنيزو شبکو کې خپره شوه چې وروسته د کورنيو چارو وزارت اعلام وکړ چې د دغه تاوتريخوالي عامل نيول شوى دى.
پاى \ شکريه \
0 1 دقیقه لوستل