نړۍ

يوآلماني وزير دسلګونو زرو تنو مهاجرينو دايستلو پلان لري.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
د آلمان دبايرن ايالت دماليې وزير مارکوس سودر په پام کې لري چې په را روان دريو کلونو کې هغه سلګونو زره تنه مهاجرين چې آلمان ته رسيدلي دي اصلي هيوادونو ته يې وشړي.
افغان او عراقي پناه غوښتوونکي ددغه وزير د طرحې په سرکې ځاى لري.
دآلمان دسوسيال مسيحي اتحاد له ګوند څخه دغه الماني سياستوال پرون له شپيګل مجلې سره په مرکه کې دغه موضوع طرحه کړه .
ده په دې باب چې ولې تصميم لري دغه زيات شمير مهاجرين وشړي وويل چې آن په ډيرو ښونيتونو سره هم بريالي نه شوچې دغه زيات شمير مهاجرين له پرديو فرهنګونو سره په خپله ټولنه کې ادغام کړو.
د آلمان دبايرن ايالت دماليې وزير مارکوس سودر وويل : چې دفدرال دکورنيو چارو وزارت د اطلاعاتو له مخې اوس په مهمو هيوادونو کې ستاسو په نظر دافغانستان او عراق په شان يو شمير مهاجرينو ته خوندي سيمې شتون لري.
دغه آلماني وزير زياته کړه چې په سوريه کې هم کورنۍ جګړه هم يو وخت پاى ته رسيږي او دپناه غوښتنې قانون په ډاګه کوي کله چې دتيښتې لپاره بل دليل نه وي  پناه غوښتوونکي خپل هيواد ته ستنول کيږي.
سودرزياته کړه چې دا له کورنۍ سره دپيوستون يو لومړيتوب دى .
تيرکال کابو يو مليون تنو آلمان ته پناه يووړه او د بالکان دتګلوري دتړل کيدو او اروپا ته دپناه غوښتوونکو دورتګ دمخنيوي په باب له ترکيې سره د اروپا  د اتحاديې دموافقه ليک له لاسليک وروسته ، دهغو مهاجرينو شمير چې زياترو يې آلمان ته دورتګ نيت درلود بيخي کمښت موندلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته