يرغلګرو په کاپيسا کې دپارلمان د غړي محمد اقبال صافي خانه سامان په ډزو سره وواژه .
کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
ناپيژندو وسله والو کسانو تيره شپه په ولسي جرګه کې وکيل محمد اقبال صافي خانه سامان دتومانچې په ډزو سره وواژه .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر سمونوال امان الله باختراژانس ته خبر ورکړ:دکاپيسا ولايت دمرکز اوسيدونکى خانه سامان داود شاه کله چې دغنمو په پاکولو بوخت و دموټرسايکل سپرو له خوا په خپل کور کې وژل شوى دى . ويل کيږي دپيښې په اړوند تراوسه څوک نه دي نيول شوي .