نړۍ

ياغيانو په پاکستان کې دوه نل ليکې وچولې

کويته  باختر د سلواغې  دريمه :
ناپيژاندو کسانو نن دپاکستان دبلوچستان ايالت دنصير آباد  او سوبات پور په ناحيو کې  دګازو دليږدونې دوه نل ليکې وچولې .
  باخترآژانس  دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: چاودنه دنصير آباد په نل ليکه کې داوچ دناحيې دبريښنا فابريکي  ته دګازو دليږدونې دبهير دځنډيدو سبب شوه .
دپوليسو ديوه افسر دڅرګندونو له مخې : چاوديدونکي توکي يوې نل ليکې ته څيرمه ځاى پرځاى شوي و چې دغه راز دغه چاودنه داور لګيدنې سبب شوه .
په يوه بله پيښه کې ياغيانو دبلوچستان ايالت  په سوبات پور ناحيه کې دګازو دليږدونې يوه بله  نل ليکه وچوله چې له امله يې دسوبات پور ايالت بيلابيلو کليو ته دګازو ليږدونه وځنډيده .
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى  اخيستى خو ددي  ډاڼ ورځپاڼې په ليکنه  ښايي داکار بلوڅ بيلتون  غوښتوونکو کړى وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته