باميان / باختر / د وري ۲۷ مه
وچکالي باميان ولایت ګواښوي .
د باختر آژانس د خبر له مخې : دغه ټکی د بامیانو والي طاهر زهیر پرون له غرمې مخکې په یوه خبري غونډه کې بیان کړاو له احتمالي وچکالۍ څخه یې د دغه ولایت لپاره اندېښنه څرګنده ګړه .
هغه په غونډه کې وویل چې ، د بامیانو په ټول ولایت کې د همکارو بنسټونو د سروې له مخې ۱۵۶۸ کلي د سختې وچکالۍ د ګواښ لاندې دي او څه ناڅه پنځوس زره کورنۍ د وچکالۍ څخه زیان منې شوي دي .
د بامیانو د ولایتي شورا استازي محمد حسن اسدي وویل چې، دغو کورنیو ته تر اوسه پورې د مرکزي دولت او د همکارو بنسټونو له خوا پاملرنه، نه ده شوې .
ده له مرکزي دولت او له همکارو بنسټونو څخه وغوښتل چې ډیر ژر دغې ستونزې ته د حل لاره ولټوي.پای /عطاءالله
1 1 دقیقه لوستل