ټولنه

وچکالى ددوشي خلک زيانمن کړي دي .

کابل باختر د لړم اتمه :
دبغلان ولايت  ددوشي په ولسوالۍ کې  دوچکالى ناوړو اغيزو ددغې ولسوالۍ  اوسيدونکي سخت  انديښمن کړي دي .
  ددوشي ولسوال  صاحب داد رسولي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په بغلان په تيره بيا  ددوشي په ولسوالۍ کې پرله پسې  وچکاليو چې ددغو ځايونو داوسيدونکو اصلي کار او کسب  للمي کرکيله او مالداري  ده  ددغې ولسوالۍ  خلک انديښمن کړي دي .
  ده وويل چې ددوشي ولسوالۍ دپنځه زره جريبه  للمي کرنيزې ځمکې او دنولس زره جريبه څړځايونو په لرلو سره دمالدارى لپاره ښه ټاټوبى هم دى چې له بده مرغه  په وروستيو دووکلونو کې دوچکالي په نسبت ددغې ولسوالۍ مالدارانو او للمي کارو بزګرانو ته  زيات تاوانونه اوښتي دي .
  ددوشي ولسوال  له سيمه ئيزو مقاماتو څخه غواړي چې دخوړو په بدل کې  دکار دپروژو په رامنځته کولو سره په دغې ولسوالۍ کې  دوچکالى دناوړو اغيزو دله منځه وړلو په خاطر اقدام وکړي  تر څو ښارونو ته  د کليوالو اوسيدونکو  د ډله ئيزو مهاجرتونو مخه ونيول شي .
  ددوشي ولسوالۍ دعلم علي دکلي يو اوسيدونکى شجاع الدين وايي زموږ دکليوالو اوسيدونکو ژوند په  للمي کرکيلې  او مالداري ولاړ دى . چې په وروستيو دوو کلونوکې دوچکاليو له امله دللمي کرکيلې په له منځه تللو سربيره  په دې ولسوالۍ کې  مالداري هم دحيواني خوړو دنشتوالي په نسبت  ګډوډه شوې ده  او دزياتو اقتصادي ستونزو درامنځته کيدو سبب شوى دى .
  ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته