کيف- بي بي سي – باختر دکب دمياشتې ٧
د اوکراين پارلمان پرون په اتفاق سره رايه ورکړه چې ددغه هيواد ګوښه کړاى شوى جمهور رييس ويکتوريانوکويچ له نيول کيدو وروسته دپراخو جنايتونو په تور دمحاکمې لپاره نړيوالې جنايي محکمې ت ه معرفي شي .
باختر آژانس دبي بي سي له خولې خبر راکړ : د اوکراين دپارلمان په پريکړه ليک کې يانوکوويچ او د ده د دولت په دوتنو غړو دکورنيو چارو په پخواني وزير ويتالي زاخار چنکو او ددغه هيواد په پخواني لوى څارنوال ويکتور پشونکالوى تورلګول شوي دى چې دڅه دپاسه دوه سوه تنو په وژلو او د نږدې دوه زرو تنو په ټپي کولو کې کې رول درلود.
سر بيره پردې ديانوکوويچ په حکومت له قدرت څخه د ناوړې استفادې او دسانتيګراد په کچه پنځلسو درجو په سړه هوا کې دبنديانو دبربنډولو په ګډون دمخالفينود ځورول تورلګول شوى دى.
د نړيوالې جنايي محکمې ويندوى ويلى دي چې تر اوسه پورې په دې باب دغې محکمې ته کوم غوښتنليک نه دى رسيدلى .
ټاکل شوې وه د اوکراين پارلمان پرون د ايتلافي حکومت د جوړولو لپاره رايه ورکړې واى خو دغه رايه اخستنه نن ورځې ته وځنډول شوه .
ديوبل خبرله مخې : دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري وويل چې د اوکراين بحران دختيځ په وړاندې دلويديځ جګړه نه ده .
کري وويل چې دا د روسيې يا امريکا کار نه دى چې په دغه بحران کې لاسوهنه وکړى ، حل کول يې په اوکراين پورې اړه لري چې غواړي د خپل برخليک په باب تصميم ونيسي.
0 1 دقیقه لوستل