سیاست

ويس احمد برمک هرات ته ورسيد .

کابل باختر د تلې يو ويشتمه :
دکورنيو چارو وزارت سرپرست ويس احمد برمک دهرات ولايت  دامنيتي حالت  او دامنيتي خبرو اترو دشپږم کنفرانس  دڅيړنې په خاطر دهرات ولايت ته ورسيد .
  دهرات ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ايوب انصاري  دامنيت دتامينولو او ددښمنانو د ځپلو په خاطر  دپوليسو  د ځواکونو  دتياريو له امله دکورنيو چارو وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړ .
  دانصار ساحوي زون  قوماندان جنرال محمد جمعه عديل  دلويديځې حوزې دولايتونو امنيتي حالت بيان کړ او دموجود امنيت دښه والي او ټينګښت لپاره يې  مشخص  پيشنهادونه دکورنيو چارو وزير ته وړاندې کړل .
  دکورنيو چارو وزارت سرپرست  دانصار دساحوي زون  ، دهرات ولايت دامنيه قوماندان  دامن او عامه نظم  د دريم لمبر لوا  له قوماندانانو او دهرات دپوليسو دبيلابيلو څانګو له مديرانو، افسرانو ، ساتمنانواو سرتيرو سره له جرمونو سره دمبارزې  ، دمجرمينو دنيولو او دمخربو عناصرو په له منځه وړلو او دامن دفضا  درامنځته کولو په لاره کې دپوليسو دځواکونو درول له امله قدرداني وکړه .
برمک  دهرات  ولايت  دپوليسو  د فعاليتونو  او برياليتوبونو ته په اشارې سره وويل دکاري ظرفيتونو لوړول ، او دامنيتي ځواکونو ترمنځ دښه همغږى رامنځته کول او دخلکو درضايت او همکارى  جلبول  ددې سبب شوي دي چې دهرات ولايت  په يو امن ولايت بدل شي . چې په دغه ولايت کې دشپږمې امنيتي غونډې  جوړول  زموږ دادعا ثبوت دى .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته