ونزویلا له اوو هېوادونو څخه خپل ډیپلوماتان ورغواړي
نړۍ، د زمري ۹ مه، بهرنۍ رسنۍ
وروسته له هغې چې ارجنټاین، ډومینیکن جمهوریت، کوسټاریکا، پاناما، پیرو، یوروګوای او چیلي د ونزویلا د ولسمشر په توګه د نیکولاس مادورو د بیا ټاکل کېدو مخالفت وکړ، کاراکاس ویلي، له دغو هېوادونو خپل ډیپلوماتان ورغواړي.
د ونزویلا ولسمشریزې ټاکنې د جولای پر اته ویشتمه وشوې، چې ولسمشر نیکولاس مادورو وکولی شول، د اکثریتو رایو په ګتلو سره بیا ځلې د هېواد ولسمشر شي.
مادورو تر بریا وروسته ویلي، چې هېڅ چاته به د خپل هېواد په چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.
ونزویلا په لاتینه امریکا کې له روسیې او ایران سره ښې خو له امریکا متحده ایالاتو او ځینو نورو هېوادونو سره یې اړیکې خرابې دي.