سیاست

ولسي جرګې پريکړه وکړه: يوولس تنه وزيران دى استيضاح شي.

کابل – باختر دمرغومى پنځه ويشتمه :
دولسي جرګې په نننى عمومي غونډه کې چې دعبدالروف ابراهيمى په مشرى جوړه شوه ديوولسو تنو وزيرانو داستيضاح دڅرنګوالي په باب خبرې وشوې او غونډې بې نتيجې پاى ته ورسيد.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې، ټاکل شوې وه دملت داستازو په نننى غونډه کې هغه وزيران چې د١٣٩٠ کال پرمختيايي بودجه يې په سلو کې له پنځوسو څخه کمه لګولې ده ،استيضاح شي خودخلکوځينواستازوچې    ديوولسوتنووزيرانوداستيضاح غوښتنه يې کوله داساسي قانون په ٧٧ مادې باندې ډډه لګوله او ديوولسو تنو وزيرانو داستيضاح غوښتنه يې کوله.
چې په پاى کې درايو په اکثريت پريکړه وشوه چې دغه يوولس تنه وزيران دې دوضاحت لپاره ولسي جرګې ته حاضر شي.
دغه راز په نننى غونډه کې دمحکمو دتشکيل او صلاحيتونو قانون اوو معلولينو او شهيدانو دپاتې کسان دامتيازونو قانون چې دحکومت له خوا ولسي جرګې ته ليږل شوي وو دخلکو د استازو له خوا تاييد شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته