سیاست

ولسي جرګې محمد یونس قانوني د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په توګه تائید کړ

کابل_باختر د وري دمياشتې ٥مه:
ولسي جرګې په خپله نننۍ غونډه کې په علني ډول د رایو په اکثریت سره محمد یونس قانوني د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په توګه  تائید کړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، نن له غرمې مخکې محمد یونس قانوني د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د نوماند په توګه ولسي جرګې ته ور معرفي کړ.
د هېواد جمهوررئیس په خپله وینا کې څرګنده کړه: د مارشال محمد قسیم فهیم له وفات وروسته لکه څنګه چې یې ایجابوله د هېواد د درې ګونو قواوو له مشرانو، جهادي او سیاسي شخصیتونو سره د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د ټاکل کېدو لپاره مو مشورې وکړې، د هېواد د څو تنو معززو شخصیتونو نومونه پیشنهاد شول چې د سلا مشورو په پای کې د پیشنهاد شویو کسانو له منځه څخه پر محترم محمد یونس قانوي باندې هوکړه وشوه او له هغه څخه ملاتړ وشو.
حامدکرزي وویل : زه محترم محمد یونس قانوني د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د مقام لپاره د شرایطو لرونکی وطن دوست شخصیت ګڼم چې د ښې تجربې خاوند هم  دی د هېواد د اساسي قانون د ۶۸ مادې د حکم پر اساس نوموړی د جمهوررئیس د لومړي مرستیال په توګه پیشنهادوم.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: زه ښاغلي قانوني د جهاد له دوران څخه پیژنم چې هم یې د جهاد او هم یې په دولتي مسوولیتونوکې تل له ځانه عالي مدیریتي وړتیا ښودلې ده .
جمهوررئیس حامدکرزي په هېواد کې را روانو حالاتو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې  زموږ هېواد د یوې سترې آزموینې په درشل کې دی، د امنیت په فضا کې د آزادو او رڼو انتخاباتوترسره کېدل په څو راتلونکو ورځوکې زموږ له مهمو دندو څخه ګڼل کیږي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان په تاریخ کې به دا لومړی ځل وي چې د هېواد د اساسي قانون د حکم له مخې سیاسي واک د افغانستان د خلکو د ارادې پر بنسټ له یو منتخب جمهوررئیس څخه بل منتخب جمهوررئیس ته ولیږدول شي.
ورپسې محمد یونس قانوني په خپلو خبروکې  په ده باندې د جمهوررئیس او د ولسي جرګې له باورڅخه مننه وکړه، وې ویل چې د یوه افغان او د افغانستان د یوه تبعه په توګه به د جمهوررئیس حامدکرزي او د جمهوري ریاست د دویم مرستیال محمد کریم خلیلي ترڅنګ ودریږي او د افغانستان دخلکو د روا غوښتنو د ترسره کېدو لپاره به له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.
ده، وویل چې د افغانستان د ملي یووالي لپاره هغه دندې چې موږ ته اساسي قانون را سپارلي دي د جمهوررئیس ترڅنګ به یې ترسره کړم.
قانوني وویل: د سیاسي واک لیږد، د رڼو او عادلانه انتخاباتو ترسره کېدل په افغانستان کې یوه ستره آزموینه ده چې د افغانستان د دولت او ستر ملت پر وړاندې قرارلري، هیله لرم چې موږ وکولای شو له اړوند انتخاباتي کیمیسونونو سره د رڼو، عادلانه او مستقلانه انتخاباتو په ترسره کېدوکې مرسته وکړو. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته