سیاست

ولسي جرګې دڅلورو نوماند وزيرانو کاري پروګرامونه واوريدل .

کابل باختر د سلواغې پنځمه :
  ولسي جرګې  دمهاجرينو دراستنولو  دچارو ، اقتصاد  ، سوداګرۍ  او صنايعو اودلوړو زده کړو دوزارتونو دنوماندانوکاري پروګرامونه واوريدل .
دولسي جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په هغې غونډه کې چې دولسي جرګې  درييس عبدالروف  ابراهيمي په مشرۍ  پيل شوه او دولسي جرګې دلومړي نايب صديق احمدعثماني په مشرۍ  يې دوام وکړ ، دمهاجرينو دراستنولو دچارو نوماند وزير سيد حسين عالمي بلخي ، دسوداګرۍ او صنايعو  نوماند وزير سردار محمد رحيمي ، داقتصاد وزارت نوماند سردار محمد رحمان اوغلي او دلوړو زده کړو  وزارت نوماندې خاطرې  افغان داستازوپه مجلس کې  په ګډون سره خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړل .
دمهاجرينو دراستنولو وزارت نوماند دمهاجرينو دستونزو په حل کولو ، هيواد ته دهغوى دراستنولو په لاره کې دزمينې  په برابرولو او په کوربه هيوادونوکې دميشتو افغان مهاجرينو دحقوقو په دفاع باندې ټينګار وکړ .
سربيره پردې دسوداګرۍ او صنايعو وزارت نوماند په هيواد کې دسوداګرۍ دحالت دبحراني بللو په ترڅ کې  ټينګار وکړ چې دپروګرامونو په برابرولو سره به په هيوادکې  دسوداګرۍ  دستونزو دحل کولو او دصنعت دودې په لاره کې په جدي اقداماتو لاس پورې کړي .
په همدې حال کې دلوړو زده کړو وزارت نوماندې له اداري فساد سره مبارزه ، دتحصيلي ظرفيت او ددرسي  نصاب لوړول  ، دکانکور  دازموينو معياري کول او دځينو نورو پوهنځيو جوړول خپل اساسي کاري پروګرامونه  وبلل .
له بلې خوا هم سردار محمد رحمان اوغلي اقتصادي وده او پراختيا ، دبي وزلۍ له منځه وړل  له اداري فساد سره مبارزه ، داقتصاد په وزارت کې جدي اصلاحات او دکړيو ژمنو عملي کول  يې خپل کاري لومړيتوبونه وبلل .
وروسته دولسي جرګې غړو دمهاجرينو ،اقتصاد ، سوداګرۍ او صنايعو او دلوړو زده کړو د وزارتونو دکاري مسووليتونو په لاره کې خپلې پوښتنې طرحه کړې .
دمجلس غړو  اوسنيو چلنجونو او ناخوالو او دخپلو ژمنو په عملي کولو کې د پخوانيو وزيرانو کمزورتيا ته په اشارې سره  له نوماند وزيرانو څخه وپوښتل چې دوزير په توګه  دتاييد دراى دترلاسه کولو په صورت کې  به کوم عملي پروګرامونه اوپلانونه ترلاس لاندې ونيسي ؟
  دوکيلانو دپوښتنو په  پاى ته رسيدو سره نوماند وزيرانو دخپلو ځوابونو په وړاندې کولو لاس پورې کړ اوژمنه يې وکړه چې دوکيلانو دتاييد دراى  دترلاسه کولو په صورت کې به زياتې  او هراړخيزې هلې ځلې وکړي چې خپلې کړې ژمنې  عملي کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته