کابل باختر دثور دويمه
ولسي جرګي د رايو په اکثريت د ١٣٩١ کال بودجه تصويب کړه .
له واردو شويو تعديلونو وروسته دروان کال ټوله بودجه
٧٤٥ر ٢٤٤مليارده افغانۍ کيږي .
دماليې وزارت دخبرپاڼې له مخې دباختر اژانس دخبر له مخې د ١٣٩١ کال په ملي بودجه کې ٦٩١ ر١٣٣ مليارده افغاني عادي بودجه او ٠٥٤ ر١١١ مليارده افغانۍ پرمختيا بودجه شامله ده .
دماليې وزير ډاکتر عمر زاخيلوال دملت له استازو څخه دمننۍ په ترڅ کې وويل وروستي ځل ولسي جرګي ملي بودجه دتخنيکي ستونزو له امله رد کړې وه موږ يو هغه موارد چې دملت له استازو سره له اوږدو خبرو وروسته ورباندې موافقه شوې وه د بودجي په سند کې شامل کړل چې له نيکه مرغه دغه سند نن دولسي جرګي له خوا تصويب شو .
زاخيلوال زياته کړه دمحدودو مالي امکاناتو او دزياتو اړتياو ترمنځ دانډول پيداکول يو سخت کار دي چې دماليې وزارت کال په کال ورسره مخامخ دي .
دملت استازي دخپلو موکلينو غوښتنې منعکسوي اوموږ دنړيوالو مرستندويانو محدوديتونه ورته وړاندې کوو که څه هم دبودجي په تصويب کې ځنډ حکومت ته ستونزې پيداکوي خوموږ اوس له دولتي اداروڅخه هيله کوو چې په خپلو ټولو امکاناتو سره دامکان تر پولي پوري له لاسه وتلي وخت جبيره کړي .