کابل / د وږي ۹مه / باختر
د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ شعیه مشرانو او د بره کي برک ولسوالۍ مخورو د دغه ولایت له والي احمد علي جان احمد سره په کتنه کې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوی د لوګر والي ته د ۲۰ کلن تېري پای ته رسېدو مبارکي ورکړه او له اسلامي امارت یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
دوی له والي څخه وغوښتل، هغه شخصي او دولتي ځمکې چې پخوانیو چارواکو غصب کړې دي، له هغوی څخه دې واخیستل شي او خپلو څښتنانو ته دې وسپارل شي.
په ورته وخت کې د لوګر والي پر عدل او انصاف ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې غصب شوې ځمکې به د غاصبانو له منګولو خلاصې کړي.
ن/ر
0 د یوې دقیقې څخه لږ