ولسونه: د امنیت په برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو يوو
کابل / د غبرګولي ۳۰مه / باختر
د پکتیکا د یحیی خېلو قومي مشران وايي چې د امنیت د تامین په برخه هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ قومي مشرانو د دغه ولایت له والي سره په کتنه کې له خپلو امنیتي ځواکونو د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ او په خپلو سیمو کې یې د امنیت د لا ښه تامین په موخه د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
قومي مخورو زیاته کړه چې له دې وړاندې یې هم په ټوله مانا په خپلو سیمو کې د قومي جوړښتونو له لارې د هېواد د دښمنانو پر وړاندې مبارزه کړې او لا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني ډاډ ورکړ چې په یحیی خېلو ولسوالۍ کې به پر ټولګټو پروژو سربېره د امنیتي ځواکونو تجهیز ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغو وروستیو کې د هېواد په یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو کې جګړې زور اخیستی چې زیات زیان یې ملکیانو ته اوړي.
پای/وصال