ولایتي ریاستونو ته د پېژند پاڼو د اصلاحي خدمتونو صلاحیتونه تفویض شول

کابل، د مرغومي ۲۱مه، باختر
د احصایې او مالوماتو ملي ادارې مراجعینو ته د اسانتیاوو په موخه اړوندو ولایتي ریاستونو ته په کاغذي او برېښنايي پېژند پاڼو کې د اصلاحي خدمتونو د ځینو اړینو صلاحیتونو د تفویض خبر ورکړی دی.
يادې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې له دغه کار څخه يې موخه دا ده، چې د هېوادوالو ستونزې حل او د هغوی د سرګردانۍ او وخت ضایع کېدو مخه ونیول شي.
د دغه تازه پريکړې له مخې هېوادوال کولای شي، چې په خپلو ولايتونو د پېژندپاڼو د اصلاح په اړه اقدام وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د احصايې او مالوماتو ملي ادارې مشرتابه ټولو ولايتي رئيسانو ته سپارښتنه کړې، چې ورسپارل شوي مسووليتونه په ښه ډول او امانتدارۍ سره تر سره کړي.