ټولنه

ولایتي اداره متوازن انکشاف رامنځ ته کولو ته ژمنه ده

قندهار باختر د تلې  ۲۴ مه
ولایتي اداره متوازن انکشاف رامنځ ته کولو ته ژمنه ده او غواړي په ټولو ولسوالیو کې اړينې پروژې پلي کړي .
دغه څرګندونې د  قندهار والي تورن جنرال زلمي وېسا ډنډ ولسوالۍ ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغې ولسوالۍ له  اوسیدونکو سره په کتنه کې وکړې.
د باختر اژانس د سیمه  ېیز خبریال  د خبر له مخې:
په دې کتنه کې د ډنډ ولسوال حاجي عبدالله د ډنډ ولسوالۍ اړوند لاسته راوړنې له  والي سره شريکې کړې او ويې ويل : د پوهنې په برخه کې د دغې ولسوالۍ ولسونه لېواله دي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي خو له دولت څخه غواړي چې  په دغه برخه کې يې ټولې ستونزې اوارې  کړي .
هغه وويل : د ډنډ ولسوالۍ امنیت په بشپړ ډول سره د ډاډ وړ دی او هر څوک کولای شي چې په ډاډمنه او ارامه فضاء کې خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي .
عبدالله په ډنډ ولسوالۍ کې وچکالي، د روغتيا په برخه کې په کافي اندازه د صحي مرکزونو نشتون، د پوهنې په برخه کې د کتابونو نشتون او د  سړکونو نه شتون له عمده ستونزو  څخه یادې کړې.
وروسته  د قندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د ډنډ ولسوالۍ د قومي او ولسي مشرانو څخه مننه وکړه چې د خپل دولت سره په هره برخه کې همکاري کوي.
ویسا زیاته کړه : ولايتي اداره هڅه کوي چې د ولس ستونزې له نږدې واوري او ورته د امکان ترحده پورې د حل لاره پيداکړي.
د هغه په خبره ولایتي اداره متوازن انکشاف رامنځ ته کولو ته ژمنه ده او غواړي په ټولو ولسوالیو کې اړينې پروژې پلي کړي .
والي وویل چې د وچکالۍ ستونزه ډيره جدي ده او ولایتي اداره یې د حل په برخه کې زیاته هڅه کوي.پایی/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته