ټولنه

ولايتي اداره د ولسواليو ترمنځ د متوازن انکشاف رامنځته کولو ته ژمنه ده

قندهار باختر د لړم ۱۴ مه
ولايتي اداره د ولسواليو ترمنځ د متوازن انکشاف رامنځته کولو ته ژمنه ده او وخت پر وخت هڅه او کوښښ کوي چې ولسونو ته د ارام ژوند کولو زمينه برابره کړي .
دغه څرګندونې  د  قندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب د دغه ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ ته د خپل  کاري سفر په ترڅ کې د  سیمې  له اوسیدونکو  سره په کتنه کې  وکړې.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛
په دې  کتنه کې د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسیدونکو له مرستیال والي سره خپلې ستونزې شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه چې په دغې  ولسوالۍ کې دې د ښوونې،روغتیا او د بیا رغونې برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ستونزو له اوریدو ورسته د قندهار د والي مرستریال عبدالحنان منیب د سیمې اوسېدونکو ته د هر ډول ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ويل : هغه امکانات چې ولايتي اداره يې په لاس کې لري له خلکو به یې دریغ نه کړي.
منیب زياته کړه : ولايتي اداره د ولسواليو ترمنځ د متوازن انکشاف رامنځته کولو ته ژمنه ده او  وخت پر وخت هڅه او کوښښ کوي چي ولسونو ته د ارام ژوند کولو زمينه برابره کړي .
دقندهاردوالي مرستیال عبدالحنان منیب په داسې حال کې  شاولیکوټ ولسوالۍ ته سفر کوي  چې  لا هم په دغه ولایت کې د وروستۍ خونړۍ پېښې له امله زیات شمېر خلک  د ویر په ټغر ناست او له دولت څخه د وروستۍ خونړۍ پېښې  د عاملینو نیول او محاکمه کول غواړي .پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته