خبرونهنړۍ

وضاحت// ۲۰۰  که ٥٠١؛ د غزې په روانه جګړه کې د وژل شویو اسرایلي پوځیانو شمېر څومره دی؟

نړۍ, د مرغومې ۸ مه, بهرنۍ رسنۍ

که څه هم غزه کې د روانې جګړې پر مهال د وژل شویو صهیونستي پوځیانو دقیق شمېر، چې زرګونو ته رسیږي، اسرایل نه اعلانوي، خو د دغه ظالم رژیم د پوځ ویاند د خپلو وژل شویو سرتېرو شمېر تر نن جمعې سهار پورې ٥٠١ تنه ښیي، هغه شمېر چې نړیوالې رسنۍ لکه الجزیره او تر دا مهاله د افغانستان اسلامي امارت د باختر دولتي اژانس یې ٢٠٠ یادوي، نو د وضاحت لپاره ویلی شو، چې د صهیونستي پوځ ویاند هغه پوځیان هم د روانې جګړې د ځمکنیو عملیاتو د وژل شویو په لېست کې شاملوي، چې په لومړۍ ورځ یعنې د روان ٢٠٢٣ زیږدیز کال د اوکتوبر پر اوومه نېټه د حماس غورځنګ په یرغلیزو عملیاتو کې وژل شوي دي.
نو باید وویل شي، چې د غزې په روانه جګړه کې د ټولو وژل شویو صهیونستي پوځیانو رسمي شمېر ٥٠١ تنو ته رسیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته