امنیت

وسلې اومهمات داياک ته وسپارل شول

-ګرديز باختردثور دمياشتي دريمه :
له يوې اندازې  مهماتو سره دري څلويښت  ميله ډول ډول وسلې نن په پکتيا ولايت کې دداياک  بهيرته وسپارل شول .
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخيل باختراژانس ته وويل چې دغه وسلې اومهمات  په وروستيو دريو  مياشتو کې دپکتيا ولايت په بيلابيلو ساحو کې ددغه ولايت دامنيتي  ځواکونو په جلاجلاعملياتو کې ترلاسه شوي  وو.
ده زياته کړه :ترلاسه شوي وسلې اومهمات ددغې قوماندانۍ له خوا په دغه ولايت کې  دوسلو دراټولولو مسوول ته وسپارل شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته