امنیت

وسله وال طالبان دنسي په ولسوالۍ دبريد نيت لري .

کابل باختر دوږي اوومه :
وسله والو طالبانو دبدخشان  ددروازو په پنځه ګونو ولسواليوکې  دبريد نيت  لري .
دبدخشان  نسي ولسوال  ابراهيم قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل وسله وال طالبان له دوو مياشتو راپديخوا پراخ فعاليتونه پيل کړي دي . او ددغې ولسوالۍ  په مرکز دبريد نيت لري .
قيومي زياته کړه چې همدا اوس هم وسله والو طآلبانو شمير په نسي ولسوالۍ کې  لسګونو تنوته رسيږي او شمير يې  ورځ په ورځ  زياتېږي   او دغه راز دنسي ولسوالۍ دراغستان سيمې ته يوشمير وسله وال طالبان راروان دي .
ده  وويل دنسي ولسوالۍ اودبدخشان په مرکز کې امنيتي او دفاعي ځواکونه له کافي  امکاناتو څخه بې برخې دي که وسله وال طالبان دنسي په ولسوالۍ بريد وکړي دخلکو ترمنځ  سخته انديښنه پيداکېږي  ددرواز پنځه ګونې ولسوالۍ هم د وسله والو طالبانو له سخت ګواښ سره مخامخ کېږي .
  ختم_  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته