کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٣ مه :
؛ وسله وال طالبان اونورې تروريستي ډلې دغورماچ ولسوالۍ له مرکز څخه تښيدلي دي.
دباخترآژانس دخبرله مخې، دغورماچ ولسوال عبدالله واثق نن له رسنيو سره په خبرو کې وويل: وروسته له هغه چې هوايي ځواکونو په سيمه کې عمليات پيل کړې طالبانو مقاومت ونه کړ او دولسوالۍ له مرکز څخه وتښتيدل.
ده وويل د هوايي بريدونو له امله په لسګونو وسله وال طالبان وژل شوي چې مړي يې دجګړې په ډګر کې پاتې دي.
ده زياته کړه ددغې ولسوالۍ دبشپړنيولو لپاره عمليات دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ