-کابل باختر دزمري اتلسمه :
دپروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې دواده په مراسمو کې دوسله والې جګړې له امله يوتن ووژل شو او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد عالم باختر اژانس ته وويل دواده دغه مراسم د پروان ولايت دبګرام ولسوالۍ دجان قدم په کلي پرځاى شوى و چې دوسله والو کسانو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې له امله يې يوتن ووژل شو او دزوم په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه پوليسو ددغې پيښې په اړوند څلور تنه نيولي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ