امنیت

وسله والو کسانو يو ډاکتر په هرا ت کې شهيد کړ

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
ناپيژاندو وسله والو کسانو  يو ډاکتر  په هرات ولايت کې شهيد کړ .
دهرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي دباخترآژانس خبريال ته وويل :  وسله والو يرغلګرو  ډاکتر نورګل د انجيل ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ډزو سره شهيد کړى دى .
د  خبرځاى د څرګندونو له مخې:  ډاکتر نورګل  ددغې ولسوالۍ  يوه قومي مشر هم و او په قومي اوامنيتي مسئلو کې خلکو ته  په ښه توګه دسلا مشورو ورکوونکى و.
خبرځاى زياته کړه چې پوليسو د موضوع د څيړنې لپاره کار پيل کړى دى خو تراوسه پورې يې ددغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيولى .
دهرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي وويل: د ډاکترنورګل مړى روغتون ته ليږدول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته