وسله والو کسانو يو ٢٢ کلن ځوان په ډزو سره وواژه
کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
يو دوه ويشت کلن ځوان پرون په فارياب ولايت کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونيار هشام دباختر آژانس خبريال ته وويل، په دغه ځوان پرون هغه وخت دميمنې ښار دچهار سماوات په واټ دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ډزې وشوې چې غوښتل يې دخپل واده د اړتيا وړ وسايل وپيري.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، دوژنې علت تراوسه معلوم نه دى او بريد کوونکې له سيمې څخه په تيښتې بريالى شوى دى خو دپوليسو تر څارنې لاندې دى .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : دغه ځوان لومړى دناپيژندل شوى سړى په بريد کې سخت ټپى شو چې روغتون ته دليږدونې په وخت کې يې سا ورکړه،ده ددغې پيښې علت شخصى او کورنۍ دښمني وبللې او ويې ويل چې دقضيې په باب تحقيقات دوام لري.