وسله والو کسانو درې تنه ساختماني انجنيران شهيدان کړل .
کابل_ باختر دوري شپږ ويشتمه :
دحقيقي دساختماني شرکت درې تنه انجنيران پرون دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دغزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې شهيدان او يو تن بل يې ټپي شوى دى .
دغزني دوالي ويندوى فضل احمد سباوون باختراژانس ته وويل دحقيقي دساحتماني شرکت دغه څلور تنه انجنيران ددغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې ديوې ساحتماني پروژې په جوړولو بوخت وو .
سباوون زياته کړه چې دغه انجنيران پرون مازيګر کله چې دغزني ولايت له قره باغ ولسوالۍ څخه دغزني ښار ته روان وو دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا له موټر څخه کوز او وروسته په ډزو سره شهيدان شول او يو تن بل يې ټپي شو .
سباوون زياته کړه چې دغه انجنيران دلغمان او دننګرهار دولايتونو اوسيدونکي وو .
په همدې حال کې دغزني ملکي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت د ټپي روغتيايي حالت مخ په ښه والى بولى .