وسله والو کسانوپه بلوچستان ايالت کې دناټو په تدارکاتي کاروان بريد وکړ.

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٢٣ :
دپاکستان دبلوچستان ايالت مرکز  کويټې ښار ته څيرمه  دناټو په تدارکاتي کاروان دتوغندي دڅوماينونو دتوغولو  له امله  څه ناڅه  دوه تنه موټر چلوونکي  ووژل شول او څه ناڅه لس کانتينرونه وسوځيدل.
دډيلي تايمز ورځپاڼې له خولې دباختراژانس  دخبرله مخې،  دغه بريدونه تيره شپه  وشول اوناپيژندل شويو وسله والو کسانو دهزاره ګنجي سيمې ته څيرمه دناټو په کانتينرونو لس توغندي وتوغول.
دغه کاروان دکراچي له ښارڅخه دقندهار ولايت ته روان و.
بريد کوونکو دتوغنديو له توغولو وروسته نيم ساعت له پوليسو سره نښته وکړه او دپوليسو اودوسله والو کسانو دسرداحتمالي زيان په باب خبر نه د ى ترلاسه شوى .
مخکې له دې دپنجشنبې په ورځ دبلوچستان په کويټې ښارکې دچاودنو ددريو بريدونو له امله  دسلو تنو دوژل کيدو اودلسګونو تنو نورو دټپي کيدو خبرورکړى شوى و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته