دنړيوالو خبري مابعو درپوټ له مخې، وسله والوکسانو دمالى په پايتخت باماکو کې دجمهوري رياست ماڼۍ نيولى دى او ددغه هيواد دولت يې راپرځولى دى .
دغو کسانو اعلام کړي دي چې دجمهوري رياست دګارد ځواکونوسره يې دڅو ساعته نښتې وروسته دجمهور ي رياست ماڼۍ نيولي دي اويو شمير وزيران او له دې جملې څخه دبهرنيو چارو وزير سومايلو بوباي مايګايې نيولى دى .
دخبري منابعو دخبر له مخې، دمالى دولت رسمي مقاماتو دغه خبر نه دى تاييد کړي خو ځينو خپلواکو خبرځايونو ويلي دي چې جمهور رييس توريه اوملګري يې دجمهوريت رياست ماڼۍ ته نه دي ستانه شوي .
دهمدې خبر له مخې، دوسله والو افرادو اودجمهوري رياست دګارد دځواکونو ترمنځ نښته له تيري شپې څخه دوام لري اود دولت مخالفو وسله والو سرتيرو پرون مازيګر دراډيو تلويزيون ودانۍ نيولې ده .
ديوبل خبر له مخې کودتاچي ځواکونو نن دمالى ددولتي راډيو تلويزيون له لارې اعلام وکړ چې واک يې ترلاسه کړي او دولت يې راپرځولى دى په مالى کې ددموکراسي داعاده کولودنوي جوړې شوي ملي کميټې ويندوى وويل چې کميټې تصميم نيولى دى ددغه هيواد دجمهور رييس دولت پاى ته ورسوي مالى له يوکال څخه راپديخوا ددغه هيواد پرخلاف د اړو دوړ ډګر و .