امنیت

وسله والو مخالفينو ته د ضرب مومن د عملياتو په بهيرکې د سر زيان اوښتى دى

کابل باختر دتلي  اتمه:
دملي اردو د منسوبينو د عملياتو په بهيرکې چې د ضرب مومن په نامه په هرات  ولايت کې ترسره شول؛ يو شمير مخالفين ووژل شول او يوه اندازه مهمات ترلاسه شول .
دغه عمليات چې دمخالفينو له شتون څخه د نا امنو سيمو د پاکولو په مقصد پرون دهرات ولايت د انجيل ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ په بهيرکې يې يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول، يو شمير نور يې ونيول شول او يوه اندازه وسلې اومهمات ، اووه جوړې پوځي يونيفورم او څوارلس کيلوګرامه اپين د برخه والو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته