کابلباختردزمري دمياشتې٢٩ نيټه :
وسله والو طالبانو نن سهار دکندز- تخار په لويه لاره کې ددريو بس موټرونو مسافران وتښتول .
باخترآژانس ته درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ دغه درې مسافر وړونکي بسونه له تالقانو څخه دکابل په لور روان وو چې دکندز ولايت دخان آباد ولسوالۍ دنيکپي په کلي کې دوسله والو طالبانو له خوا ودرول شول او ددغو موټرونو مسافرين دوسله والوطالبانو له خوا وتښتول شول،.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر صفي الله محزون وويل ؛چې پوځيانو دتښتول شويو مسافرو دخلاصون لپاره هلې ځلې پيل کړي دي او اوس په سيمه کې نښته روانه ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ