امنیت

وسله والو طالبانو په فارياب کې ديوې کورنۍ ديارلس تنه غړي ووژل .

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
په فارياب ولايت کې دوسله والو طالبانو له خوا دهاوان ديوه توغول شوي ماين  دلګيدو له امله ديارلس تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
دفارياب ولايت ددولت اباد  ولسوال عبدالسلام  نزهت  باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو پرون ددولت اباد ولسوالۍ دپوست عطار په کلي بريد وکړ چې ددوى له خوا دهاوان يوتوغول شوي ماين داستوګنې په يوه کور ولګيد .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې دښځو او ماشومانو په ګډون ديوې  کورنۍ ديارلس تنه غړي شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول .
  نزهت زياته کړه چې په دې پيښه کې  ټپيان دامنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته وليږدول شول او ديوه ټپي ماشوم روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته