امنیت

وسله والو طالبانو په عليشنګ کې د سر زيان وزغمه

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
د ملي اردو د ځواکونو په  هغو چاڼيزو عملياتو کې چې   پرون  د لغمان ولايت په مربوطاتو کې ترسره  شول يو شمير مخالفين  ووژل شول.
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ  : 
په دغو عملياتو کې چې دلغمان ولايت دعليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو مخالفينوله شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد ترسره شول وسله
والو مخالفينو ته د سر دروند زيان  واوښت.
دغه  راز دسپکو او درندو وسلو يوه  اندازه  مهمات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې :   دملي اردو ځواکونو   د  باغيس ولايت د مقر    ولسوالۍ دپخوانۍ سړک په ساحه کې يوه   اندازه   چاوديدونکي توکې  چې په  يو  موټر سايکل کې بارشوي و، کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته