امنیت

وسله والو طالبانو په ارزګان کې ديوې خيريه روغتيايي موسسې څلور تنه کارکوونکې وتښتول .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
د اى اچ دي اس  موسسې  درې تنه  ډاکتران او يو موټر چلوونکې  په ارزګان ولايت کې  دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول .
دارزګان ولايت وياند  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې ديکشنبې په ورځ  دارزګان ولايت  دخاص ارزګان  ولسوالۍ  په يوه اړونده سيمه کې د اى اچ دي اس  موسسې درې تنه ډاکترانو او يوموټر چلوونکې دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول .   درارسيدلو خبرونوله مخې  دغې موسسې  ددغوکسانو دخلاصون په خاطر له سپين ږيرو څخه دمرستې غوښتنه وکړه .
دغه موسسه  له روغتونونوسره  مالي او تخنيکي  ملاتړکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته