وسله والو طالبانو يو بزګر په بادغيس کې په ډزو سره وواژه
کابل باختردوږي دمياشتې١٤نيټه :
وسله والو طالبانو يو بزګر د بادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې په ډزوسره وواژه .
د بادغيس ولايت د قادس ولسوال محمد حنظله د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه سړى د دغې ولسوالۍ دقرچقي په کلي کې د نامعلوم دليل له امله په ډزو سره وواژه .
د سيمې د خلکو د څرګندونوله مخې، دغه سړى په خپلې کرکيلې بوخت و او له چا سره يې کار نه درلود .
پاىج ذ