امنیت

وسله والو طالبانو دکونړ ولايت دپوليسو يو مسوول تښتولى دى .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
دکونړ ولايت  دپوليسو يو مسوول تيره شپه  دوسله والو طالبانو  په ډلې پورې  داړوندو کسانو له خوا وتښتول شو .
دکونړ ولايت دامنيې قوماندانۍ دمخابرې  په آمر صاحب رسول دوټه پورې  په ولسوالۍ کې  دده په  کور کې  يوې ډلې  وسله والو يرغلګرو  بريد وکړ او له يوه  ميلمه سره يې وتښتول شو.
دکونړ ولايت يو امنيتي مسوول  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې ديرغلګرو دپيژندنې  او دوسله والو طالبانو  له منګولو څخه  دپوليسو ددغه مقام دخلاصون لپاره  پلټنې پيل شوى دى .  تراوسه پورې  وسله والو طالبانو  دکونړ ولايت  دپوليسو ددغه مقام  دتښتونې په باب  څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته