امنیت

وسله والو طالبانو ديوې کورنۍ پنځه تنه ماشومان شهيدان کړل

کابلباختردسنبلي٣٠
دغزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن د هاوان ديوماين دلګيدو له
امله پنځه تنه ماشومان چې ټول يې ديوې کورنۍ غړي وو ،  شهيدان شول .
دقره باغ ولسوال فضل الرحمن نظر وال باخترآژانس ته وويل  :  دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو دقره باغ ولسوالۍ په ميرخان سيمه کې د ملي پوليسو په پوستې بريد وکړ چې دامنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دوي ددغې ماتې دجبيره کولو په خاطر داستوګنې په کورونو د هاوانونو  بريدونه
وکړل چې داستوګنې په يو کور د هاوان ديوماين د لګيدو له ا مله ديوې کورنۍ پنځه  تنه ماشومان شهيدان شول .
وسله والوطالبانو په دغه شان جنايت سره و ښودله چې دخپلوبادارانودخوشحالولو په خاطر له هيڅ راز جنايت څخه  ډډه  نه کوي .
ديو بل خبر له مخي :   دوه تنه وسله وال طالبان نن دپوليسو دځواکونو له خوا د
قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول .
دقره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل  :   وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې دقره باغ ولسوالۍ دعبدالله ګل په سا حه کې د ملي پوليسو په پوستو بريدونه وکړل چې د وسله والو طالبانو اودسيمه ييزو  پوليسو ترمنځ نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دنظر وال دڅرګندونو له مخې په دې پيښه کې دسيمه ييزو پوليسو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته