کابل باختر د ثور دريمه :
دوه تنه پرون دوسله والو طالبانو له خوا په غور ولايت کې شهيدان شول .
دغور دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالحي خطيبي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دملي اردو بريدمل محمود او يوملکي وګړى عبدالغفار دغور ولايت ددوه لينې دولسوالۍ دسياه چوب په سيمه کې دوسله والو طالبانو له خوا په ډزو سره شهيدان شول .
خطيبي وويل چې پيښه دپوليسو تر څارنې لاندې ده .
ختم_ عطاالله _ اکرم