کابل باختر دمرغومي اووه ويشتمه :
وسله والو طالبانو پرون دفراه ولايت دفراه رود له څلور لاري څخه دباروړونکو موټرو دوه تنه موټرچلوونکي له ځان سره بوتلل .
دفراه ولايت امنيه قوماندان ګلبهار مجاهد باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د فراه رود په عمومي واټ کې څو باروړونکي موټرونه ودرول چې وروسته يې دوه تنه موټر چلوونکي له يوبار وړونکي موټر سره له ځان سره نامعلوم ځاى ته بوتلل .
خبرځاى وويل: تراوسه پورې دتښتول شويو کسانو دبرخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
مجاهد زياته کړه :ددغو انسان تښتوونکو دموندلو په خاطر دپلټنې عمليات دپوليسو له خوا پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ