امنیت

وسله والو طالبانو دوه تنه ملکي وګړي په نورستان کې په ډزو سره ووژل

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢٦ :
وسله والو طالبانو دوه تنه ملکي وګړي له دولت سره  د همکارۍ په تور په نورستان  ولايت کې په ډزو سره ووژل.
په دغوکسانو تيره شپه دکامديش ولسوالۍ په يوه سرحدي سيمه کې د دوى په کورکې د وسله والو طالبانو له خوا بريد وشو .
د نورستان ولايت  دکامديش ولسوالۍ يوه سيمه ييز مسوول باخترآژانس ته وويل :  دوى ددغو دوو تنو مړي نن سهار  په يوه دره کې  کشف اوترلاسه کړل.
ددغه سيمه ييزمسوول دڅرگندونوله مخې: وژل شويوکسانو له دولت سره هيڅ راز اړيکې نه لرلې .
د سيمې اوسيدونکي وايي چې يو وژل شوى د ښوونځي زده کوونکى او بل يې غريبکار و.
له بلې خوا سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان د دغو ملکي وګړو د ترور مسوول بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته