امنیت

وسله والو طالبانو خپل درې ملګري په غورکې په ډزوسره ووژل

فيروزکوه باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
په غور ولايت کې امنيتي مسوولان وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه خپل درې ملګري چې يو کوچنى ماشوم هم پکى شامل و، ددغه ولايت د تيورې په ولسوالۍ کې په ډزو سره ووژل  .
د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمداقبال نظامي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وژل شوي ماشوم په فراه ولايت کې د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه قوماندان ملا ايوب زوى و.
نظامي زياته کړه چې دغه درې تنه د خپلمنځي اختلافونو په دليل وژل شوي دي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته